د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وايي، پښتونخوا ایالت د ناامنیو له امله سخت ځپل شوی او دې سیمه کې د نورو پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي. ګنډا پور د پوځ له نوم یادونې پرته وویل، «زه له چانه، نه ډاریږم، ښه طالبان که ستاسې په کار وي په پوځ کې یې شامل کړئ، یا یې بل ځای وجنګوئ».
نوموړي د پنجشبنې په ورځ، د زمري پر دویمه، په پېښور کې د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل، چې خیبر پښتونخوا ته د ناامنیو له امله ډېر زیانونه اوښتي او په دغه ایالت کې، نه د عملیاتو ملاتړ کوي او نه به چاته اجازه ورکړي، چې نور پوځي عملیات وکړي.
امین ګنډاپور وویل، چې په یاد ایالت کې پخوانیو پوځي عملیاتو مثبت اغېز نه لاره او له امله یې ملکي وګړي زیانمن شوي دي.
ګنډاپور زیاته کړه:« ما په دې اړه مخکې هم خبرې کړې دي، زه له چاڅخه نه ډاریږم. موږ عملیات وکړل، موږ له هغو سیمو څخه خلک (طالبان) واېستل، تاسو ویډیوګانې ولیدلې. زموږ استخباراتي ادارو هغه خلک بېرته راوستل، چې دا زموږ خلک دي. اوس هغه خلک (وسله وال) بیا ډېر شوي دي. موږ په خپله سیمه کې ښه طالبان(ګوډ طالبان) نه منو، که ستاسو په کار دي په پوځ کې یې شامل کړئ او بل ځای یې وجنګوئ.»
ګنډاپور ویلي، چې د سرحدي سیمو د ستونزو په هواري کې مرکزي حکومت خپل مسوولیت په سمه توګه نه دی ادا کړی او غوښتنه کوي، چې په پښتونخوا کې دې د پوځ له خوا ډرون برېدونه ودرول شي.