د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د بړو په سیمه کې، نن سهار د ځمکې پر سر د دوو کورنیو تر منځ شخړه را منځته شوه او له امله یې یو کس وژل شوی او ۷ نور ټپيان شوي دي. د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ په وینا، شخړه یې راکابو کړې او ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
دغې قوماندانۍ له ننګرهار مېشتو غوښتي چې د شخصي اختلافونو پر مهال له قانوني لارو استفاده وکړي او له تاوتریخوالي، وسلې کارونې او بېځایه شخړو دې ډډه وکړي، څو د ورته ناوړه پیښو مخه ونیول شي.