له سلو ډېرو مرستندویه او بشري بنسټونو په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې

۴۱ دقيقې مخکې

د بشري حقونو او مرستندویه څه باندې سلو بنسټونو په یوه ګډ بیان کې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د غزې په تړاو بېړني اقدامات وکړي.

دوی په یوه خوله په غزه کې له ځنډ پرته پر مرستو د لګېدلو محدودیتونو پای ته رسولو او د دايمي اوربند غوښتنه کړې ده.

د دغو بنسټونو له لوري په خپرې شوې خپرپانه کې راغلي، چې په غزه کې ورځ تر بلې لوږه مخ په پراخېدو ده؛ خو دا په داسې حال کې ده، چې خواړه، پاکې اوبه او درمل له پولې هاخوا بند پاتې دي.

دغه مرستندویه او د بشري حقونو سازمانونو همدا راز ویلي، چې د اسراییل له محاصرې سره، سره خلک اړ کېږي چې د مرستو د وېش مرکزونو ته ځانونه ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې د څه باندې ۱۳۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د غزې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ څه باندې ۴۰ کسان هغه مهال ووژل شول، چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره یوه مرکز ته ورټول شوي و.

نور خبرونه

رادیو