د رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي، چې د سوریې د حکومت حقیقت موندنې کمېټې په یوه تازه راپور کې ویلي، د مارچ میاشتې په بریدونو کې چې لومړی د امنیتي ځواکونو پر ضد ترسره شول او وروسته د علویانو د ډلهییزو وژنو لړۍ پیل شوه لږ تر لږه ۱,۴۲۶ کسان وژل شوي دي.
کمېټې په خپلو موندنو کې ویلي، چې د علویانو پر ضد د تاوتریخوالي دغه پېښې د ولسمشر بشارالاسد له سقوط وروسته تر ټولو خونړۍ ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، د سوریې لوړپوړو قوماندانانو نه یوازې د دغو غچ اخیستونکو بریدونو امر نه و کړی، بلکې د درولو حکم یې ورکړی و.
د کمېټې مشر جمعه الانزي ویلي، چې د دغو پېښو په تړاو د ۲۹۸ کسانو نوملړ ترتیب شوی، چې د علویانو پر ضد د سرغړونو تور پرې لګېدلی او ۲۶۵ کسان بیا د امنیتي ځواکونو پر وړاندې په لومړني برید کې ښکېل ګڼل شوي دي.
نوملړ محاکمو ته سپارل شوی، خو لا تر اوسه عام شوی نه دی. د ویاند یاسر فرحان په وینا، تر دې دمه ۳۱ کسان چې پر ملکیانو یې تېري کړي، او شپږ تنه چې د پخواني رژیم پاتې شوني بلل شوي، نیول شوي دي.
په عین وخت کې، د علویانو سترې شورا د کمېټې پایلې وغندلې او په یوه اعلامیه کې یې دا «بېشرمانه نمایش» بللی دی.
شورا ټینګار وکړ، چې د مارچ د خونړیو پېښو مسوولیت د «واقعي واکمنۍ» یعنې د ولسمشر احمد الشرع او د هغه د حکومت پر غاړه دی او له ملګرو ملتونو یې د یوې نړۍوالې او خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه.
د رویټرز یوه خپلواکه څېړنه چې تېره میاشت خپره شوې وه، ښودلې چې د ۴۰ بېلابېلو سیمو له غچ اخیستونکو بریدونو څخه لږ تر لږه ۱,۴۷۹ علویان وژل شوي او لسګونه تنه لادرکه دي.
څېړنې همداراز د قوماندې هغه لړۍ ثبت کړې چې له بریدګرو څخه نېغ په نېغه د سوریې نوي مشرتابه ته رسېږي.