الجزیرې د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د ژغورنې ادارې (UNRWA) د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د غزې اوسېدونکي له بېسارې لوږې، ستړیا او بمبارۍ سره مخ دي او که وضعیت بدل نه شي، نو حالت به تر دې هم کړکېچن شي.
د UNRWA د چارو مشر سام روز ویلي، چې د دې ادارې کارکوونکي له ښوونکو نیولې تر ډاکټرانو او د کثافاتو تر ټولونکو پورې، په داسې حال کې خپلو دندو ته دوام ورکوي، چې خپله بېځایه شوي، له لوږې سره مخ دي او هېڅ مناسب خواړه نه لري.
د نوموړي په وینا: «له ډېریو کارکوونکو سره مې چې دې اوونۍ کې خبرې کړې، د منځني غزې د تخلیې له امله بیا بېځایه شوي، خو بیا هم کار ته ستانه شوي دي.»
د UNRWA د چارو مشر سام روز دغه راز زیاتوي، پر یادو کسانو او د هغوی پر ماشومانو لوږه تېرېږي، ان ځینې یې د لوږې له امله بېهوښه کېږي.
د سام روز په وینا، د غزې اوسېدونکي له ۲۰ میاشتو راهیسې د وحشي جګړې قربانیان دي، خو نړۍ یې لا هم په چوپتیا کې ننداره کوي.