د ترکیې په استانبول کې د روسیې او اوکراین د پلاویو تر منځ د چهارشنبې په ورځ د خبرو اترو درېیم پړاو ترسره شو.
دواړو خواوو د بندیانو پر تبادلې هوکړه وکړه، خو د اوربند، د جګړې د پای ته رسولو او د ولسمشرانو د لیدنې په اړه هېڅ راز توافق نه دی شوی.
روسي او اوکرایني پلاویو په استانبول کې د ۴۰ دقیقو خبرو پر مهال د بندیانو د تبادلې پر سر هوکړه وکړه، خو د اوربند او د ولسمشرانو د لیدنې په اړه کوم پرمختګ ونه شو.
دواړو لوریو ومنله، چې لږ تر لږه ۱۲۰۰ بندیان به تبادله کړي او روسیې د ۳۰۰۰ اوکرایني جسدونو د سپارلو وړاندیز وکړ.
د راپورونو له مخې، اوکراین د زېلېنسکي او پوتین د لیدنې وړاندیز کړی، خو مسکو ټینګار کړی چې داسې ناسته باید یوازې د هوکړې د لاسلیک لپاره وي.
په ورته وخت کې، کرملین د ټرمپ له فشار سره سره وايي، جګړه به تر هغو دوام وکړي چې لوېدیځ د روسیې شرایط ومني.