کرملین: روسي پلاوی اوکراین سره د سولې د خبرو درېیم پړاو لپاره استانبول ته روان شو

AP ۱۴۰۴ زمری ۱

کرملین ماڼۍ ویلي، چې د مسکو د سولې د خبرو پلاوی د چهارشنبې په ورځ د ترکیې استانبول ته روان شوی او تمه ده، چې مسکو او کېف به نن د سولې درېیم پړاو خبرې پیل کړي. د کرملین ویاند خبریالان ته ویلي:« هو زموږ پلاوی استانبول ته روان شوی او همدارنګه نن ماښام د خبرو پلان شته.»

دیمیتري پېسکوف زیاته کړه، چې دا به د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د خبرو درېیم پړاو وي او وايي، دا ځل هم د روسیې په پلاوي کې کوم بدلون نه دی راغلی او د دې پلاوي مشري د ولادیمیر مېدینسکي په غاړه ده.

پېسکوف ویلي، چې د خبرو په اجنډا کې د بندیانو او د وژل شویو سرتېرو د جسدونو د تبادلې ترڅنګ د هغو یادښتونو مسوده هم شامل ده، چې د دویم پړاو خبرو پرمهال د دواړو لوریو ترمنځ تبادله شوې وه.

د کرملین ویاند د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې ډېرې پییچلې بللي او وايي، د دواړو هېوادونو نظرونه په بشپړ ډول متضاد دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ ویلي و، چې د کېف او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو نوی پړاو به د چهارشنبې په ورځ په ترکیه کې پیل شي او د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا منشي به د کېف پلاوي مشري په غاړه ولري.

نور خبرونه

رادیو