ټرمپ د دویم ځل لپاره د یونسکو له سازمانه د امریکا د وتلو پرېکړه کړې

۱۰ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او تعلیمي سازمان (یونسکو) څخه د امریکا د وتلو پرېکړه کړې ده.

پرون سې شنبه د ( چنګاښ۳۱مه) سپینې ماڼۍ دغه پرېکړه اعلان کړه او ویې ویل، چې یونسکو د داسې اجنډا ملاتړ کوي چې هغه د امریکا له ګټو سره اړخ نه لګوي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم د یونسکو له سازمانه د وتلو پرېکړه کړې وه؛ خو پخواني ولسمشر جوبایډن بیا بېرته لغوه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو