ترکیې خبرداری ورکړ چې د سوریې د وېش د هرې هڅې مخه به ونیسي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳۱

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې ترکیه به د سوریې د ویش د هرې هڅې مخه ونیسي او که اړتیا پېښه شي مستقیمه مداخله به وکړي. هغه ټینګار وکړ چې ترکیه به اجازه ور نه‌کړي چې وسله‌وال د خپلواکې سیمې د جوړولو هڅه وکړي.

فیدان دغه څرګندونې په انقره کې خبریالانو ته کړې دي.

نوموړي وویل، چې د سوریې وېشلو هڅې چې ترکیه یې د اسراییل اساسي هدف بولي، د منلو وړ نه دي.

ترکیې تېره اونۍ پر دمشق د اسراییل هوايي بریدونه وغندل او دا یې د سوریې د سولې او ثبات د هڅو پر ضد توطیه وبلله.

د رویټرز د رپوټ له مخې، انقره باور لري چې د سوېلې سوریې په سوېدا ولایت کې د دروزي وسله‌والو او بدوي قبیلو ترمنځ شخړې، د اسراییل د سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ د پالیسۍ یوه برخه ده.

فیدان زیاته کړې ده، چې اسراییل غواړي سوریه ووېشي، څو دا هېواد بې‌ثباته، کمزوری او د سیمې لپاره یو بار شي.

نور خبرونه

رادیو