ډيلي ميل ورځپاڼې سې شنبه (د چنګاښ ۳۱مه) د بریتانوي چارواکو له حوالې راپور ورکړی، ځینې هغه افغانان چې بریتانیا ته انتقال شوي؛ ښايي له «ترهګرو او افراطي» ډلو سره یو ځای شي.
د بریتانیا د حکومت ویاند ويلي، چې په دغه هېواد کې افغانانو ته د اسانتیاوو نه برابرول به هغوی نهیلي کړي او له ترهګرو ډلو سره به اړیکې ونيسي؛ ځکه افغانستان اوس هم د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای دی.
د حکومت ویاند ویلي:« موږ بریتانیا ته د هر نوي راغلي شخص په اړه پلټنه کوو، چې په دې لړ کې د افغانانو په اړه هم پلټنې شوې دي؛ پر چا چې د امنيتي دلایلو له مخې شک وشي، هغه ته په بریتانیا کې د دايمي پاتې کېدو اجازه نه ورکول کېږي.»
د راپور له مخې؛ د هغو افغانانو په اړه ارزونه شوې، چې په پټه بریتانیا ته بېول شوي دي. دغه ارزونه ښيي، چې ښايي په دوی کې ډېری یې کورونه و نه لري، ځکه په برېتانیا کې د استوګنې کورونه لږ دي.
ځايي ادارو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د نویو راتلونکو افغانانو لپاره به د کورونو برابرول ګران کار وي.
د روان کال په اکتوبر میاشت کې کله چې د کارګر ګوند وزیرانو د ۷ میلیارډه پونډو لګښت ومانه، هغوی ته وویل شول چې د دې بودجې له لارې یوازې لس سلنه نویو راتلونکو افغانانو ته کورونه ورکول کېدای شي، چې دا محرومیت به د بریتانیا ټولنیز یووالی وګواښي.
په براکنل برکشایر کې ۳۰۰ افغانان په یوه هوټل کې مېشت دي. ځايي خلک وايي، چې هغوی له افغانانو سره خواخوږي لري؛ خو ډېری پخواني بریتانوي ځواکونه هم د کور ستونزه لري.