د اوکراین دفاع وزیر دینیس شمیهال ویلي چې کیېف له روسیې سره د جګړې د دوام لپاره په۲۰۲۶ میلادي کال کې لږ تر لږه ۱۲۰میلیارده ډالرو دفاعي بودیجې ته اړتیا لري. شمیهال نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې نړیوال ملاتړ د اوکراین د پایښت لپاره حیاتي دی.
د رویټرز د رپوټ له مخې، شمیهال دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ د تیلېګرام له لارې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې اوسمهال له ناټو او د اروپایي اتحادیې غړو هېوادونو سره خبرې روانې دي، څو له هغوی څخه ۶۰ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړي.
د اوکراین حکومت هڅه کوي د خپلو دفاعي او امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نړیوالو شریکانو پانګونه جلب کړي.
دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د روسیې یرغل درېیم کال ته ننوځي او جګړه لا هم دوام لري.
شمیهال نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې نړیوال ملاتړ د اوکراین د بقاء لپاره حیاتي دی.