امریکايي استازی: که په سوريې کې اصلاحات رانشي، نړیوال ملاتړ به له لاسه ورکړي

۶ ساعتونه مخکې

یوه امریکایي استازي «ټام بارک» پر سوریایي ولسمشر احمد الشرع غږ کړی چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي او یو ټولشموله او پخلا کوونکې تګلاره غوره کړي.

هغه خبرداری ورکړی که چټک بدلون رانشي، نو سوریه به د نړیوال ملاتړ له لاسه ورکولو او د هېواد د ټوټې کېدو له ګواښ سره مخ شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بارک له احمد الشرع سره په خصوصي خبرو کې وړاندیز کړی چې د پخواني پوځ د جوړښت ځینې برخې بېرته راژوندۍ کړي، د اسلامي افراطیت د خپرېدو مخه ونیسي او له سیمه‌يیزو هېوادونو د امنیتي ملاتړ غوښتنه وکړي.

د ده په وینا، الشرع باید دا ومني چې اوسنۍ تګلاره یې ناکامه ده او باید ژر بدلون راولي.

احمد الشرع، چې د یوې پخوانۍ القاعدې اړوندې ډلې مشر پاتې شوی، د بشار الاسد د رژیم تر نسکورېدو وروسته واک ته ورسېد. که څه هم هغه د اقلیتونو د خوندیتوب ژمنې کړې وې، خو په سویډا ولایت کې د دروزو ډلې او حکومتي ځواکونو تر منځ وروستیو نښتو دغه ژمنې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

ویل کېږي چې اسراییل د دروزو د وژنو د مخنیوي لپاره هوايي بریدونه کړي دي.

بارک ټینګار کړی، چې د سوریې حکومت باید لږه‌کۍ مذهبي ډلې هر څه ژر په قدرت کې شاملې کړي. خو هغه دا رد کړه چې د حکومت ځواکونو د دروزو پر وړاندې تاوتریخوالی کړی.

د ده په خبره، کیدای شي داعش جنګیالي د حکومت په یونیفورم کې پټ شوي وي او ویډیوګانې ممکن له حقیقت څخه لرې وي.

امریکا د یوه اوربند په راوستلو کې مرسته کړې، خو بارک وویل چې د سوریې د اوسني رژیم بدیل نشته.

د ده په وینا، که اوسنی اسلامي حکومت نسکور شي، نو سوریه به د لېبیا او افغانستان په څېر بد برخلیک ولري.

اسراییل د سوریې د نوي رژیم پر ضد اندېښنه لري او ژمنه یې کړې چې حکومتي ځواکونه به د جنوب لوېدیځې سیمې ته پرې نږدي.

بارک وویل چې امریکا چمتو ده د منځګړي رول ولوبوي، خو له اسراییله یې غوښتي چې له سوریې سره خبرو ته چمتو شي.

هغه دا هم زیاته کړه چې امریکا د سوریې لپاره د کوم ځانګړي حکومت جوړښت نه ټاکي، بلکې غوښتنه یې دا ده چې ثبات، یووالی، عدالت او ګډون باید تامین شي.

نور خبرونه

رادیو