له پاکستان سره د ټرمپ لېوالتیا به هند اړ کړي، چې له چین سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳۱

رویټرز خبري اژانس دوشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) راپور ورکړی، چې د پاکستان له لوی درستیز مارشال عاصم منیر سره د ډونالډ ټرمپ لیدنې هند ته ډيپلوماټيکې اندېښنې راولاړې کړې دي.

ځينو هندي چارواکو او کارپوهانو ویلي، چې دغه لیدنه به د هند او امریکا تر منځ دوستانه اړیکو ته زیان ورسوي.

خو امریکایي چارواکي وایي، چې دوی له دواړو هېوادونو سره ښې اړیکې لري.

هندي چارواکي زیاتوي، چې د ټرمپ له‌خوا د تعرفو ناڅاپي لوړولو د دوی پر سوداګرۍ سيوری غوړولی دی.

د ولسمشر ټرمپ له‌خوا پر هند د تعرفو تر لوړولو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې خبرې سوکه شوې او هند د ټرمپ له‌خوا د تعرفو لوړولو په غبرګون کې د نړۍوال سوداګریز سازمان (WTO) له لارې پر امریکا د متقابلو تعرفو لوړولو وړاندیز کړی دی.

نور خبرونه

رادیو