په خیبر پښتونخوا کې پر پولیس چارواکو د ډرون بریدونو مخه نیول شوې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳۱

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې امنیتي سرچینې وايي، چې درې ډرون څرخکو د یوه پولیس د جنازې پر مهال د پولیس چارواکو د هدف ګرځولو هڅه کړې، خو مخه یې نیول شوې. د خیبر پښتونخوا چارواکو تازه پولیسو ته د ډرون ضد ټېکنالوژي ور کړې ده.

د خیبر پښتونخوا امنیتي سرچینو ویلي، چې د بنو ولسوالۍ په یوه جنازه کې پر برخه والو پولیس افسرانو د ډرون بریدونو درې هڅې شنډې شوې دي.

د بنو امنیتي چارواکو خراسان ډایري په نامه یوې رسنۍ ته ویلي، چې په دغو ډرونونو کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو، خو پولیسو یو ډرون را غورځولی دی.

په ورته وخت کې د پېښور د پولیسو قوماندان قاسم علي خان رسنیو ته ویلي، چې په سویلي او شمالي وزیرستان، لکي مروت او دیره اسماعیل خان ولسوالیو کې یې پولیسو ته د ډرون څرخکو د شنډولو لپاره جیمرونه ور کړي دي، ځکه په دې سیمو کې د جنګیالیو له خوا د ډرون الوتکو د استعمال ګواښونه دي.

تېره ورځ افغانستان انټرنشنل پښتو رپوټ ورکړی و، چې پاکستاني طالبانو ډرون الوتکو ته لاسرسی موندلی او غواړي په وسلو یې سمبال کړي او د بریدونو لپاره یې وکاروي.

نور خبرونه

رادیو