په کابل کې د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سياليو په لړ کې پرون دوشنبه د ( چنګاښ ۳۰مه) دوه لوبې وشوې، چې لومړۍ یې د بند امیر ښامارانو او امو نهنګانو ترمنځ او دویمه هغه یې د مس عینک اتلانو او بست ساتونکو ترمنځ وه.
په لومړۍ لوبه کې بند امیر لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۹ منډو هدف وټاکه.
امو نهنګانو ورکړل شوی هدف په شلم اور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.
په دویمه لوبه کې مس عینک لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې؛ خو د بست ساتونکو ټاکلی هدف پوره نه کړ او په شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۵۹ منډې وکړې او د ۱۸ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.
نن سې شنبه د ( چنګاښ ۳۱مه) به هم د دغه سیالیو په لړ کې سهار او له غرمې وروسته دوه لوبې ترسره شي.
د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې او د راتلونکې اګسټ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.