جرمني لسګونه عراقي وګړي په چارټر الوتکه کې بغداد ته ولېږل

۱۳ ساعتونه مخکې

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، نن سه شنبه شاوخوا ۴۳ عراقي وګړي په یوه چارټر الوتکه کې له جرمني څخه بغداد ته لېږدول شوي دي.

د جرمني د ختیځ ایالت تورینګیا د عدلیې وزارت وویل چې شړل شوي کسان ټول نارینه دي چې ځینې یې په تیرو وختونو کې په جنایي جرمونو محکوم شوي وو.

د فرانس پریس خبري اژانس ویلي چې د اخراج په عملیاتو کې اووه فدرالي ایالتونه او همدارنګه فدرالي پولیس شامل وو.

د ډي پي اې خبري اژانس د عکس اخیستونکي په وینا، مسافر د پولیسو په موټرو او د هوایی ډګر بسونو کې الوتکې ته یووړل شول او وروسته پولیسو په انفرادي ډول د الوتکې زینو ته پورته کړل.

د جرمني تورینګیا ایالت د عدلیې وزیرې او د واکمن میحي دیموکرات ګوند غړې بیټ میسنر وویل:«زموږ پیغام روښانه دی، هر هغه څوک چې د استوګنې حق نه لري باید زموږ له هیواده ووځي.»

د یادونې وړ ده، چې د تېرې جمعې په ورځ، جرمني ۸۱ افغان وګړي هم برته افغانستان ته ولیږل او ویل کیږي چې د نورو کسانو استول هم په پام کې دي.

نور خبرونه

رادیو