له شهرت څخه تر هېرېدو: شایني اهوجا اوس له خپلې کورنۍ سره په فلیپین کې مېشت دی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳۰

د هندي سینما (بالیووډ) وتلی ستوری شایني اهوجا چې یو وخت یې د بالیووډ د ځوانو او پېژندل شویو فلمي ستورو له ډلې شمېرل کېده، اوس له فلمي نړۍ سره مخه ښه کړې او د تل لپاره یې له هند څخه کډه کړې ده.

شایني اهوجا خپل فلمي سفر په ۲۰۰۵ کال کې د "هزاروں خواہشیں ایسی" په نامه فلم سره پیل کړ او همدا فلم یې د غوره نوې څېرې په توګه د جایزې ګټلو سبب شو. وروسته بیا هغه په "ګېنګسټر" فلم کې کار وکړ، چې دا یې د شهرت تر ټولو مهم پړاو بلل کېږي.

خو د اهوجا شخصیت په ۲۰۰۹ کال کې هغه مهال له سختې ضربې سره مخ شو، کله چې د ده په کور کې له خدمتګارې مېرمنې سره د جنسي ځورونې په تور ونیول شو. نوموړی وروسته محکوم شو او محکمې ورته اووه کاله د بند سزا واوروله.

اهوجا له بند وروسته، په ۲۰۱۵ کال کې د "ویلکم بیک" فلم له لارې بېرته سینما ته راستون شو، خو فلمي صنعت کې یې ځای له لاسه ورکړی و. له هغه وروسته د فلمونو نړۍ ته نه دی راګرځېدلی.

وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې د ۵۰ کلن شایني اهوجا عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شول، راپورونه خپاره شول چې نوموړی له ۲۰۲۱ کال راهیسې له هند څخه وتلی او دا مهال د خپلې کورنۍ سره د فلیپین په پلازمېنه مانيلا کې ژوند کوي.

د راپورونو له مخې، پخوانی فلمي ستوری اوس په فلیپین کې د جامو یا ګارمنټس کاروبار کوي او خپل ژوند له فلمي رڼاګانو لرې تېروي.

نور خبرونه

رادیو