د اسراييل ۱۲ شبکه: د مذاکراتو د ماتې په صورت کې به د غزې د کنټرول طرحه عملي شي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳۰

د اسراييل ۱۲ خبري شبکې د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې اسراییل یوه داسې طرحه جوړه کړې، که د غزې د اوربند او د حماس له بنده د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په اړه خبرې اترې بریالۍ نه شي؛ نو دغه طرحه به عملي کړي.

د راپور له مخې؛ اسراييلي وزیرانو د دغې طرحې تود هرکلی کړی.

په راپور کې راغلي، که مذاکرات ناکام شي؛ نو دا طرحه به د «بشري ښار» د بدیل په توګه عملي شي؛ هغه پروژه چې موخه یې د سوېلي غزې په سیمه کې د بې‌ځایه شویو کسانو ځای پر ځای کېدل دي.

نور خبرونه

رادیو