ښايي ټرمپ د اېپک تر غونډې وړاندې یا د غونډې پرمهال له شي جین پينګ سره وويني

۱۴ ساعتونه مخکې

رویټرز خبري اژانس یکشنبه (د چنګاښ ۲۹مه) راپور ورکړی، چې ښايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اېپک تر غونډې وړاندې یا د غونډې پرمهال د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره (د اکټوبر میاشتې په ۳۰مه او یا هم د نومبر په لومړۍ نېټې) وويني.

امریکا او چین هڅه کوي، چې د تعرفو پر سر راولاړې شوې ناندرۍ په اړه خبرې وکړي؛ خو د دغه خبرو ځانګړې نېټه لا نه ده ټاکل شوې.

د چین د سوداګرۍ وزیر وانګ وینتاو ویلي، چې دوی غواړي له امریکا سره سوداګریزې اړیکې عادي حالت ته راوګرځوي؛ خو تر دې مهاله د ټرمپ ویاندپ ه دې اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو