ایران له اروپايي هېوادونو سره د اټومي پروګرام په اړه خبرو ته چمتو دی

۱۶ ساعتونه مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، ایران به د جمعې په ورځ له بریتانیا، فرانسې او جرمنی سره په استانبول کې خبرې وکړي.

ښاغلي بقایي وویل، چې دغه غونډه به د بهرنیو چارو وزارتونو د معینانو په کچه وي.

دغه اروپايي هېوادونو ویلي، که د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر خبرې پيل نه شي او یا بې پایلې پای ته ورسېږي؛ نو دوی به د اګست میاشتې تر پایه پورې د ملګرو ملتونو د «سنیپ بیک مېکانیزم» له لارې پر ایران بندیزونه ولګوي.

د دغه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر د پنجشنبې په ورځ د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره په دې اړه ټيلیفوني خبرې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو