جرمني: له امریکا سره مو اوکراین ته د پنځو پټریوټ سیسټمونو د ورکړې پرېکړه کړې ده

پرون

امریکا او جرمني هوکړه کړې، چې اوکراین ته به پنځه پټریوټ هوايي دفاعي سیستمونه وسپاري.

د یوروپین پراوډا د راپور له مخې، دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې روسیې پر اوکراین د خپلو اوږده واټن بریدونو لړۍ چټکه کړې، چې پکې بالیسټیک توغندي هم شامل دي.

د جرمني د دفاع وزیر دا څرګندونې د اوکراین د دفاعي ملاتړ د اړیکو د ۲۹مې غونډې پر مهال وکړې.

هغه وویل، چې دا هوکړه یې د امریکا د دفاع له وزیر پیټ هېګسېت سره د خپل وروستي سفر پر مهال په واشنګټن کې کړې ده.

د نوموړي په خبره، د سیسټمونو د لېږد پر همغږۍ به راتلونکو ورځو کې کار دوام ولري.

د امریکا جوړ شوي پټریوټ سیسټمونه د اوکراین د پوښلي هوايي دفاعي نظام مهمه برخه جوړوي.

دا سیسټمونه کولی شي، بالیسټیک او کروز توغندي شنډ کړي او د ښارونو پر ضد له پراخو بریدونو څخه ساتنه وکړي.

دا ژمنه تر هغه وروسته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۴مه اعلان وکړ، چې ناټو او اروپايي ټولنه به یوه ګډه نوې طرحه پرمخ وړي، چې له مخې به یې د امریکا جوړې وسلې اوکراین ته اخیستل کېږي.

نور خبرونه

رادیو