په شمالي وزیرستان کې یو پخوانی طالب او د حکومتپلوه ملیشې قوماندان د ناڅرګندو وسلهوالو په برید کې وژل شوی.
تواب، چې مخکې له طالبانو سره و او وروسته یې د حکومت پلوه امن لښکر مشري کوله، د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې ټپي شوی او وروسته یې په روغتون کې سا ور کړې ده.
د شمالي وزیرستان محلي چارواکو تایید کړې، چې په برید کې د نوموړي دوه نور ملګري یاسر او رفیع الله اورکزی هم وژل شوي دي.