ټرمپ د پخواني ولسمشر اوباما د نیولو غوښتنه وکړه

۱۰ ساعتونه مخکې

فاکس نیوز دوشنبه (د چنګاښ ۳۰مه) لیکلي، ټرمپ د پخواني ولسمشر اوباما د نیولو غوښتنه وکړه. دغه غوښتنه د امریکا د استخباراتو مشرې تولسي ګبارډ تر ادعا وروسته وشوه. مېرمن ګبارډ ادعا وکړه، چې په تېره دوره کې د ټرمپ پر وړاندې د کودتاه په هڅه کې اوباما لاس لاره.

ګبارډ د جمعې په ورځ سلګونه هغه پټ سندونه ښکاره کړل، چې د ۲۰۱۶کال ټولټاکنو کې د روسیې له لاسوهنو سره اړه لري.

هغې وویل، دغه برېښنالیکونه ښيي چې اوباما هڅه کړې وه د جعلي استخباراتو له لارې د ټرمپ د بریا مخه ونيسي.

ټرمپ د ټروت خواله رسنۍ له لارې د ګبارډ څرګندونې تایید کړې دي او په دې اړه یې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یوه خیالي ویډیو هم خپره کړې ده.

په دې ویډیو کې لیدل کېږي، چې اوباما د امریکا د فډرالي پلټنو ادارې له‌خوا نیول کېږي..

نور خبرونه

رادیو