تازه خبر

د جاپان اوږدمهاله واکمن ګوند ټاکنې وبایللې

۱۳ ساعتونه مخکې

د جاپان اوږدمهاله واکمن لیبرال ډیموکرات ګوند پارلماني ټاکنې وبایللې او په دغه ټاکنو کې د ښي اړخي ډلې ډېرې څوکۍ ګټلې دي.

په دغه ټاکنو کې د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا ګوند او اېتلافي ملګرو یې له ۶۶ څخه ۱۹ څوکۍ ګټلې دي.

څېړنې ښيي، چې ځوانانو د سانسيتو او خلکو ډیموکرات ګوند ته رایې ورکړې دي؛ دا هغه ګوند دی چې د پوځ پیاوړتیا او مالیاتو د کمښت ژمنې یې کړې دي.

د اوسني لومړي وزیر د ماتې لامل د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او امریکا سره د تعرفو په اړه تعامل کې ناکامي بلل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو