روسیه وایي چې له اوکراین سره د سولې د نوي پړاو خبرو ملاتړ کوي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳۰

د دوشنبې په ورځ کرملېن اعلان وکړ چې مسکو له اوکراین سره د سولې د خبرو اترو د بل پړاو د پیل ملاتړ کوي، خو ټینګار یې وکړ چې د دواړو خواوو دریځونه ډېر سره متفاوت دي او لا هم زیات ډیپلوماتیک کار ته اړتیا ده.

له دې وړاندې، اوکراین روانه اونۍ مسکو ته د سولې د نویو خبرو وړاندیز کړی و.

د کرملېن ویاند دیمتري پسکوف ویلي: « زموږ د تفاهم لیک یوه مسوده شته او یو بل تفاهم لیک هم د اوکراین له لوري وړاندې شوی. ټاکل شوې چې د دغو دواړو مسودو پر بنسټ نظرونه تبادله شي، خو تر اوسه دا مسودې یو له بله سره په بشپړه توګه متضادې دي».

تر دې دمه، روسیې او اوکراین دوه ځلې په استانبول کې خبرې کړې دي؛ یوه د می میاشتې پر ۱۶مه، او بله د جون پر ۲مه، چې په پایله کې یې زرګونه بندیان او د وژل شویو سرتېرو جسدونه تبادله شول.

خو له دې ټولو سره سره، دواړو خواوو لا تر اوسه د اوربند یا د درې‌نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې کوم پرمختګ نه‌دی کړی.

نور خبرونه

رادیو