د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې نن دوشنبه (د چنګاښ ۳۰مه) د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو.

په دغه څلور ورځني کمپاین کې به تر ۷ مېلیونه ډېرو ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان په یوه خپور شوي ویډیويي پیغام کې له خلکو غوښتي، چې د واکسین د ښه تطبیق لپاره دې ورسره همکاري وکړي.

که څه هم د طالبانو د عامې روغتیا وزارت دا نه دي ویلي، چې واکسین به په کومو ولایتونو کې تطبیق شي؛ خو ډېری وخت ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولایتونو کې دا کمپاین ترسره کېږی او لامل یې هم هلته د مثبتو پېښو ډېروالی ښودل شوی دی.

په ورته وخت کې یوشمېر هغه کورنۍ چې واړه ماشومان لري د پولیو واکسین د پیل کمپاین ته خوشحاله دي او سپارښتنه کوي، چې کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی فضل واحد شینواری وايي، هرو مرو به خپلو دوو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي؛ د پولیو واکسین تطبیق کړي.

هغه وایي:« دا څو دورې چې واکسین کېږي زه مې خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوم؛ ځکه په کور کلي کې خلک ګورم، چې د بې پروايۍ له کبله یې د اولادونه ژوند تباه شوی دی.»

په ورته وخت کې د بلخ ولایت اوسېدونکې زرمینه « مستعار نوم» چې نهه کلنه لور یې ګوزن وهلې وايي، هېڅوک باید د خپلو ماشومانو د روغتیا په اړه بې‌غوري ونه‌کړي.

هغه وایي:« لور مې ډېره کمزورې ده، یوه پښه یې بیخي فلج ده کار نه کوي، په ډېرو ډاکټرانو مې وګرځوله؛ خو ښه شوې نه ده، ډېره ورته ځورېږم، هغه وخت مې واکسینونه دومره جدي نه ګڼل؛ خو اوس ډېره پښېمانه یم.»

دا یوازې زرمینه نه ده، چې لور یې د ګوزڼ له ځورونکې ناروغۍ رنځ وړي؛ بلکې په افغانستان کې ښايي ګڼ شمېر کورنۍ له ورته ستونزې سره مخ وي؛ خو روغتیا پالان سپارښتنه کوي، چې د پولیو په ګډون ټول واکسینونه باید په منظم ډول او په ځانګړې توګه د ماشومتوب په دوره کې چې پر انتاني «ساري» ناروغیو د اخته کېدو شونتیا یې زیاته وي؛ تطبیق شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، ډېری هېوادونه د پولیو څخه پاک اعلان شوي؛ خو په افغانستان او پاکستان کې لا هم دغه وایرس شته او وخت ناوخت یې په اړه د مثبتو پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین په داسې حال کې پیلیږي، چې امریکايي رسنۍ اېن‌پي‌ار خبرداری ورکړی چې پولیو په افغانستان او پاکستان کې د پراخېدو په حال کې ده.

یادې رسنۍ په خپل راپور کې په بېلابېلو ولایتونو کې کلتوري محدودیتونه او د پولیو واکسین په اړه ناسم پوهاوی د دغه وایرس د پراخېدو له مهمو لاملونو څخه بللي دي.

نور خبرونه

رادیو