د ایران او روسیې سمندري ځواکونه به د دوشنبې په ورځ ګډ پوځي تمرینونه پيل کړي، چې درې ورځې به دوام وکړي.
دغه تمرینونه د کسپين سمندرګي ساحلي هېوادونو د نندارچیانو په مخ کې ترسره کېږي، چې موخه یې د سمندري خوندیتوب وضعیت ښه کول او سمندري همکاریو پراخول دي.