په بلوچستان کې د یوې ښځې او نارینه د وژنې په تړاو د یوې قبایلي شورا د مشر په ګډون ۱۴ کسان نیول شوي دي.
یاد کسان د «نامشروع» اړیکو په تور د خپلوانو له لوري یې د «غیرت» په نوم وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دغې وژنې قربانیان بانو بي بي او احسان الله بلل شوي، چې تېره میاشت له تېښتې وروسته نیول شوي او په ډزو وژل شوي دي.
پېښه هغه مهال د خلکو پاملرنه جلب کړه، کله چې د دې وژنې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.
په ویډیو کې لیدل کېږي، چې دغه جوړه په ډزو وژل کېږي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، ښځه د خپل ورور لهخوا ووژل شوه، څوک چې د خپلې کورنۍ او قبیلې له لوري د دې کار لپاره هڅول شوی و.
د بلوچستان د پولیسو مشر معظم جاه انصاري ویلي دي، چې د قبیلې مشر شېرباز ستکزۍ د دې وژنې امر ورکړی و.
نوموړی او ۱۳ نور کسان اوس د پولیسو په توقیف کې دي.
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي د دوشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل: «موږ به دا یقیني کوو چې ټول عاملین عدالت ته وسپارل شي. دا یوه ساده شخړه نه، بلکې یو څرګند جنایت او بېرحمانه قتل دی.»
لومړني راپورونه ښيي، چې ګواکې یادو وژل شویو کسانو د خپلو کورنیو له اجازې پرته واده کړی و، خو چارواکو دا خبره رد کړې.
بګټي ټینګار وکړ: «هېڅوک حق نه لري چې انسان وژني، هغه هم په داسې ظالمانه توګه او بیا یې ویډیو هم جوړوي. دا یو قتل دی، دا یو جرم دی.»