عراقچي: د یورانیمو له غني کولو لاس نه اخلو

پرون

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېد عباس عراقچي فاکس‌نیوز رسنۍ سره په یوه تازه مرکه کې د امریکا دا غوښتنه رد کړه، چې ایران دې د یورانیمو له غني‌ کولو لاس واخلي.

هغه ویلي، چې د امریکا وروستيو بریدونو د ایران اټومي تاسیساتو ته جدي او پراخ زیانونه اړولي، خو سره له دې یې ټینګار کړی چې دا پروګرام به ونه درېږي.

عراقچي زیاته کړه: «د غني‌ کولو پروګرام زموږ لپاره ډېر ارزښت لري. دا زمونږ د خپلو ساینسپوهانو لاسته راوړنه ده او اوس د ملت د ملي غرور برخه ده. موږ هېڅکله له دې تېرېدلی نه شو.»

په وروستیو میاشتو کې امریکایي چارواکو دا یو له اصلي شرطونو ګڼلی، چې که ایران د یورانیمو له غني‌ کولو لاس واخلي، نو یوې نوې هوکړې ته به زمینه برابره شي. خو د ایران حکومت پر دې ټینګار کوي، چې د یورانیمو غني کول د دوی مشروع حق دی او باید د دوی پر خاوره کې دوام ومومي.

شنونکي باور لري، چې د ایران له لوري د یورانیمو غني کولو دوام ممکن د اسراییل او امریکا له لوري د نورو بریدونو لامل شي او د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی کړي.

تر دې وړاندې هم اسراییل څو ځلې د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد پټ یا علني بریدونه کړي، چې تهران سخت غبرګون ښودلی.

د ایران او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه اختلافات لا هم نه دي هوار شوي او د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې له اوږد ځنډ وروسته یو ځل بیا روانې دي.

نور خبرونه

رادیو