طالبانو له یوې بهرنۍ موسسې سره د کډوالو لپاره د سرپناه جوړولو برخه کې یوه هوکړه لاسلیک کړه

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت او د کډوالو لپاره د ناروې هیات موسسې ترمنځ د ۹۶۹ زره او ۴۵۳ ډالرو په ارزښت د کډوالو لپاره د سرپناه جوړولو په برخه کې یو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی دی.

دغه وزارت ویلي، چې د دغه هوکړې له مخې به د کډوالو لپاره د « ناروې هیات» موسسه په بادغیس ولایت کې له کډوالو سره نغدي مرستې وکړي.

د یاد وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپانه کې راغلي، چې یادې مرستې به په نغدي ډول کډوالو ته ورکړل شي چې دوی پرې د ځان لپاره سرپناه جوړه کړي او ویجاړې شوې سرپناوې پرې ورغوي.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې؛ څه باندې ۴۰۰ کورنۍ به له دغه پروګرامه په مستقیمه توګه ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان وار له مخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه له جدي ستونزو سره مخامخ دی.

که څه هم طالبان وايي، چې په دې برخه کې هلې ځلې کوي؛ خو پخوا او اوس ځینې راستنې شوې کورنۍ بیا د افغانستان انټرنشل سربېره له یو شمېر رسنیو سره په خبرو کې په دې تړاو د طالبانو د نه پاملرنې له امله نیوکې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو