پاکستانۍ ورځپاڼو راپور ورکړی، چې د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیران به په روانه اونۍ کې سره وويني.
تمه کېږي، چې دغه لیدنه به (د جولای میاشتې پر ۲۵مه نېټه) په واشنګټن کې وشي.
په پاکستاني پلاوي کې به د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ترڅنګ د پاکستان مرستیال لومړی وزیر هم شامل وي.
د دغې لیدنې موخه د پاکستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیکو اړیکو پياوړتیا ښودل شوې ده.
ډار به لومړی نیویارک ته ولاړ شي او هلته به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لهخوا د سولې او منځني ختیځ د وضعیت په اړه د غونډې مشري وکړي او بیا به د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره وویني.