د امریکا ځانګړی استازی توماس بارک وایي چې واشنګټن نشي کولای اسراییل دې ته اړ باسي چې خپلو بریدونو ته د پای ټکی کېږدي. هغه دا څرګندونې د لبنان د چارواکو له دې غوښتنې وروسته وکړې، چې امریکا دې د اسراییلي بریدونو د بندیدو ضمانت ورکړي.
توماس بارک، چې دا مهال په ترکیه کې د امریکا سفیر او د سوریې لپاره ځانګړی استازی هم دی، د لبنان له صدراعظم نواف سلام سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل، « موږ نشو کولای اسراییل دې ته اړ کړو چې څه وکړي. دا زموږ صلاحیت نه دی».
بارک دا هم وویل چې واشنګټن له لبنان څخه نه غواړي چې حزبالله بېوسلې کړي او نه هم د بندیزونو خبرداری ورکړل شوی.