د بنګله دېش د هوايي ځواک الوتکې د لوېدو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳۰

د بنګله دېش د اور وژنې د خدماتو یوه چارواکي وویل چې د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه ډاکه کې پر یوه ښوونځي او کالج د هوايي ځواک د یوې روزنیزې الوتکې د پرېوتو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي دي.

د رویټرز رپوټ له مخې، له ۵۰ زیات کسان ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي.

چارواکو وویل چې دا پېښه د پلازمینې ډاکې په شمالي سیمه اوتارا کې په مایلسټون ښوونځي او کالج کې رامنځته شوې ده.

د بنګله دېش پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه اعلامیه کې وویل، "د بنګله دېش د هوايي ځواک F-7 BGI روزنیزه الوتکه په اوتارا کې وغورځېده."

نور خبرونه

رادیو