انتونیو ګوترېش: په غزه کې د ژوندي پاتې کېدو وروستۍ هیلې له منځه تللې دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې په غزه کې بشري وضعیت ورځ تر بلې له کنټروله وځي او د خلکو د ژغورنې وروستۍ هیلې هم له منځه تللې دي.

د نوموړي ویاند ستېفان دوجاریک د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۰مه) وویل: «هغه مزي چې لا هم خلک له مرګه ژغوري، د له منځه تلو په حال کې دی.»

ویاند زیاته کړه، چې سرمنشي د ماشومانو او لویانو د خوارځواکۍ د راپورونو د زیاتوالي له امله ژور خواشینی دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې له حماس سره د اسراییل جګړه ۲۱ میاشتو ته رسېږي او د اسراییلي پوځ عملیات د غزې د مرکز دېرالبلاح ښار ته پراخ شوي دي.

دوجاریک وایي: «سرمنشي په تېرو ورځو کې د جګړې د پراخېدو یادونه کوي، چې په همدغه مهال د بشري مرستو رسوونکی نظام له خنډ، ضعف او خطر سره مخ دی.»

هغه وویل، چې د دېرالبلاح په یو شمېر برخو کې د خلکو د اېستلو نوی امر چې لسګونه زره کسان هلته مېشت دي، دوی لا له سختو شرایطو سره مخ کوي، بې‌ځایه کېږي او د ملګرو ملتونو د ژغورونکو مرستو مخه نیسي.

یادې څرګندونې له هغه وروسته کېږي، چې ۲۵ لوېدیځو هېوادونو هم د جګړې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د ولسي وګړو کړاوونه اوس «خطرناکې کچې ته رسېدلي دي.»

نور خبرونه

رادیو