ریچارډ بېنېټ: طالبان دې ژر تر ژره برېتانوۍ جوړه «پیټر او باربي رینولډز» له بنده ازاد کړي

۶ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د طالبانو له لوري له افغان بندیانو، ښځو، نجونو او بهرنیو وګړو سره د ظالمانه چلند په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او له طالبانو یې غوښتي، چې برېتانوۍ جوړه «پیټر او باربي رېنولډز» ژر تر ژره خوشې کړي.

بېنېټ د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۰مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې یاده برېتانوۍ جوړه له څه باندې پنځو میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا نیول شوې، هغوی ناروغه دي او تر دې دمه پرې هېڅ ډول رسمي تور نه دی لګول شوی.

نوموړي زیاته کړې: «د طالبانو ظلمونه چې ډېری وخت پر افغان بندیانو، ښځو او نجونو ترسره کېږي، اوس برېتانوۍ جوړه هم ورسره مخ ده. دا جوړه چې د خرابې روغتیا په حالت کې ده، له پنځو میاشتو زیاتې مودې راهیسې بندي ساتل شوې او راپورونه ښيي، چې تر اوسه هېڅ قانوني تور پرې نه دی لګول شوی. زه له طالبانو غوښتنه کوم چې دوی ته بېړنۍ او مناسبه روغتیايي پاملرنه وشي او ژر تر ژره دې خوشې شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو حکومت د بهرنیانو د نیولو له امله د نړۍوالې ټولنې له فشار سره مخ شوی دی.

ریچارډ بېنېټ چې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ټاکل شوی، تر دې وړاندې یې هم پر طالبانو سختې نیوکې کړې دي، په ځانګړي ډول د ښځو پر زده‌کړو بندیز، کار ته د تګ مخنیوی او په عام محضر کې د هغوی پر حجاب لګول شوي محدودیتونه.

د بشري حقونو فعالان او نړۍوال مدافعین د طالبانو له حکومته غواړي، چې د نړۍوالو قوانینو او بشري اصولو درناوی وکړي او د افغانانو په ګډون له بهرنیانو سره عادلانه او انساني چلند وکړي.

یاده برېتانوۍ جوړه د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو له لوري هغه مهال ونیول شوه، چې بامیان ولایت ته د خپل کور خوا ته په لاره وو.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت بیا څه موده مخکې خبر ورکړی و، چې د دغه زنداني شوې جوړې د خوشې کېدو لپاره هڅې کوي.

د دغه برېتانوۍ جوړې اولادونو په زندان کې د خپل مور او پلار له حالت څخه اندېښنه ښوولې او نیوکه یې کړې، چې په ښه توګه ورته خواړه هم نه رسېږي.

ویل شوي، چې په زندان کې په کافي توګه د خوړو نشتوالي له امله دغه برېتانوي جوړه له خوارځواکۍ او روغتیایي ستونزو سره هم مخ شوې ده.

زنداني شوې برېتانوۍ جوړه له اتلسو کلونو راهیسې په افغانستانه کې اوسېږي او په افغانستان کې یې د زده‌کړو په برخه کې بېلابېل فعالیتونه کول.

نور خبرونه

رادیو