افغان سفیر: د طالبانو له لوري د ښځو نیول د شریعت له ارزښتونو سره په ټکر کې دي

۱ ساعت مخکې

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر وایي، چې د کابل په بېلابېلو برخو کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو نیول د اسلامي اصولو او شرعي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

هغه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې نن یې په یاد سفارت کې د یوې ناستې په ترڅ کې د طالبانو دا چاره غندلې او ټینګار یې کړی، چې دا ډول اقدامات نه یوازې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د اسلامي ارزښتونو، د شریعت د حقیقي تعلیماتو او د انساني کرامت له روحیې سره هم په تضاد کې دي.

اغبر د افغان سفارت له لوري پر نړۍوالې ټولنې، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې د دې ظلم او سرغړونې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او یو روښانه او قاطع دریځ غوره کړي.

هغه زیاته کړې: «د طالبانو اوسنۍ کړنې نه یوازې د ښځو او نجونو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د ټول افغان ملت د ارزښتونو، باور او نړۍوال حیثیت لپاره هم ګواښوونکي دي.

تر دې وړاندې هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو، د بشري حقونو سازمانونو او د ملګرو ملتونو استازو د طالبانو له لوري د ښځو نیول، وهل ټکول او بندي کول له قانوني چوکاټه وتلي عملونه بللي دي.

د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ د کابل په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې یوې کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل: «مازدیګر ۵ بجې زموږ د کورنۍ نجونې کورس ته په لاره وې چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسباتو له خوا ونیول شوې او نامعلوم ځای ته یې یوړې.»

شاهدانو ویلي، چې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو دا ښځې له رستورانتونو، کوڅو او سوداګریزو مرکزونو څخه په "زور او تاوتریخوالي" سره نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، طالبانو د کابل په بېلابېلو سیمو کې د "حجاب نه اغوستلو" په پلمه د ښځو د نیولو یوه لویه لړۍ پیل کړې ده.

سرچینو وویل، چې طالبانو په زور سره ښځې په موټرو کې واچولې او نامعلوم ځای ته یې بېولي دي.

په کوټه سنګي سیمه کې یوه بل عیني شاهد ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان یو رستورانټ ته ننوتل او څو ښځې یې پرته له دې چې له هغوی څخه پوښتنه وکړي ووهلې او «په زور یې موټر ته واچولې.»

هغه وویل، چې طالبانو دا ښځې د دې ډلې د ټاکل شوي حجاب د نه مراعاتولو په تور نیولې دي.

یو شمېر هېواوال نیوکه کوي، چې که طالبان ښځې د «حجاب نه اغوستلو" له امله نیسي، نو ولې یې په عام محضر کې وهي او "بې عزته کوي یې.»

نور خبرونه

رادیو