په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د طالبانو له لوري په کابل کې د هغو ښځو او نجونو د نیولو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې، چې د دغه ډلې په اند د حجاب (اسلامي لباس) له اصولو یې سرغړونه کړې ده.
اې بي سي نیوز په خپل راپور کې د یوناما له قوله ویلي، چې طالبانو د جولای له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې پورې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر ښځې او نجونې نیولې دي، چې طالب چارواکو ادعا کړې ده، چې دوی «مناسب حجاب» نه و اغوستی.
طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې یو فرمان صادر کړ، چې پکې ویل شوي وو ښځې باید یوازې خپلې سترګې ښکاره وساتي او له سره تر پښو پورې باید پټې وي.
په دغه فرمان کې د بورقې اغوستل هم وړاندیز شوی وو.
له کله نه چې طالبان په ۲۰۲۱ کې بیا واک ته رسېدلي، د ښځو پر ظاهري بڼه او چلند سخت محدودیتونه وضع شوي، چې دا چاره د طالبانو د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" وزارت له لارې په پراخه کچه ترسره کېږي.
یوناما زیاته کړې: «دا پېښې د ښځو او نجونو د لا منزوي کولو لامل کېږي، چې د وېرې فضا رامنځته کوي او د خلکو باور له منځه وړي.»
سره له دې چې د نیول شویو ښځو کره شمېر، عمرونه او ځایونه نه دي څرګند شوي، خو ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې هغه پالیسۍ او کړنلارې لغوه کړي، چې د ښځو او نجونو بشري حقونه او اساسي ازادۍ محدودوي.
طالبانو لا تر دې مهاله د یوناما څرګندونو ته کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو څو ورځې وړاندې د "امر بالمعروف" وزارت اعلان وکړ، چې ځینې ښځې یې د "نامناسب حجاب" له امله نیولې وې، خو د نیول شویو ښځو کره شمېر او د "بد حجاب" تعریف یې نه و ورکړی.
ملګرو ملتونو همداراز څرګنده کړې، چې دوی هغه شکایتونه څېړي چې ګواکې نیول شویو ښځو سره ناوړه چلند شوی او د خوشې کولو په بدل کې ترې پیسې اخیستل شوي.