په پکتیکا کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو له خوا په اعدام محکوم شوي ښوونکي «عبدالعلیم خاموش» ته د ځان د دفاع لپاره د مدافع وکیل نیولو حق نه ورکول کیږي.
ځايي سرچینې زیاتوي چې هغه اسلامي مقدساتو ته سپکاوی نه دی کړی، بلکې د عصري علومو ملاتړ یې کاوه.
په پکتیکا کې ځايي سرچینو نن یکشنبه، د چنګاښ ۲۹مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د پکتیکا ابتدایي محمکې له خوا «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ په سزا محکوم ښوونکي عبدالعلیم خاموش کورنۍ ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې له هغه سره په زندان کې وګوري.
یوې ځايي سرچینې وویل:« د مدافع وکیل حق نه دی ورکړل شوی، کورنۍ ته یې د ملاقات وخت نه دی ورکړی او همدراز له کورنۍ څخه یې غوښتل شوي، چې رسنیو ته به شکایت نه کوي.»
د رارسېدلو معلوماتو له مخې، ډېر ژر به د پکتیکا د جانیخېلو ولسوالۍ د قومي مشرانو یوه ډله ددې پرېکړې د بېرته اخېستلو لپاره د طالبانو له مشرانو سره د لیدلو لپاره کابل ته لاړه شي.
همدراز ویل کیږي، چې طالبانو د هغه د محاکمې بهیر نه یوازې د هغه د مدافع وکیل په نشتوالي کې ترسره کړی، بلکې د هغه کورنۍ هم د محکمې له جریان څخه ناخبره ده، چې څه ډول ترسره شوې ده.
یوه ځايي قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته له نومښودنې پرته وویل:« تورن ښوونکی عبدالعلیم خاموش یو دینداره شخص و، د هغه په اړه هغه څه چې د طالبانو محکمې پرې تور لګولی دی، سم نه دی، که نه طالبان کولی شي چې په سیمه کې له خلکو پوښتنه وکړي.»
د خاموش کورنۍ ته ځینې نږدې کسان وايي، ځینې معلومات چې په ولسوالۍ کې خلکو ته رسېدلي دي، هغه دا دي، چې عبدالعلیم خاموش د طالبانو په زندان کې شکنجه شوی او د کامرې پر وړاندې په زور ورڅخه بیان ثبت شوی چې هغه د اسلامي مقدساتو سپکاوی کړی دی.
کیسه له کومه پیل شوه؟
ځايي سرچینو د چنګاښ پر ۹مه افغاستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د عبدالعلیم خاموش په نوم د لیسې یو ښوونکی د عصري علومو د اهمیت د بیانولو له امله زنداني کړی دی.
سرچینو ویلي و، چې عبدالعلیم خاموش د طالبانو سیمه ییزې محکمې په دوه کاله بند محکوم کړی دی.
ځايي سرچینو زیاته کړې وه، چې «نوموړي د ایران او اسراییل د جګړې پرمهال په ټولګي کې خپلو شاکردانو ته ویلي و، چې د دیني زده کړو په پرتله عصري علوم زیات اهمیت لري».
له دې وروسته د طالبانو د ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبانو نوموړی ونیوه او زندان ته یې واچاوه.
وروسته سرچینو تایید کړه، چې د طالبانو د لومړۍ محکمې له خوا هغه ته د دوه کاله بند سزا اورول شوې ده.
یوه ځايي قومي مشر نن د چنګاښ پر ۲۹مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د پرېکړې پر وړاندې په کور دننه او بهر له غبرګونونو وروسته طالبانو ددې وضعیت د کابو کولو لپاره پر هغه «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي » تور ولګاوه.
هغه وویل:« طالبان په دې تور لګولو غواړي چې د پکتیکا د قومي مشرانو او خلکو ترڅنګ د هغه د کورنۍ د راتلونکو غبرګونونو مخه ونیسي.»
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) پر خپل اېکس ولیکل، چې د «عبدالعلیم خاموش» په نوم د یاد ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی، د دیني علماوو او د دغې ډلې د محتسبینو د شکایتونو پر بنسټ نیول شوی. هغه زیاته کړه، چې نوموړی د خپل جرم تر منلو وروسته محکمې ته معرفي شوی.
د خیبر په وینا، د پکتیکا ابتداییه محکمې تر څېړنو وروسته پرېکړه کړې چې «عبدالعلیم باید اسلام او پیغمبر ته د سپکاوي په تور اعدام شي.
په داسې حال کې چې د بشري حقونو ګڼو بنسټونو په ځلونو د طالبانو پر صحرايي محکمو او خپلسرو سزاوو نیوکې کړې دي او له دې ډلې یې غوښتي، چې دا کړنې پای ته ورسوي؛ خو لاهم وخت ناوخت هېوادوالو ته د دغې ډلې لهخوا د «اسلامي شریعت» د تطبیق په نوم سزا ورکول کېږي.