ټي ټي پي ادعا کوي چې په اورکزۍ ایجنسۍ کې یې پاکستاني پوځ ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۹

تحریک طالبان پاکستان ادعا کوي، چې د خېبرپښتونخوا په اورکزۍ ایجنسۍ کې یې د پاکستاني پوځیانو پر موټریز کاروان وسله‌وال برید کړی، چې په پایله کې یې ۱۹ پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ټي ټي پي په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې برید کې د پاکستان نهه پوځيان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

دغه وسله واله ډله زیاتوي، چې په برید کې د دوی وسله والو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه د پاکستان حکومت او نورو باوري سرچینو ددغه خبر پخلی نه دی کړی او افغانستان انټرنشنل د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه دغه خبر نشي تاییدولی.

نور خبرونه

رادیو