د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ نن (شنبه) سهار په رسمي ډول د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې.
د پرانیستې په مراسمو کې د کرېکټ بورډ مشرتابه، د کرېکټ ملي لوبغاړو، د سپورټ لپاره د طالبانو د ادارو ځینو استازو او یو شمېر بهرنیو مېلمنو هم برخه اخیستې وه.
په دې سیالیو کې د افغانستان له ټولو زونونو پنځو لوبډلې سپینغر، امو، بند امیر، بُست او مس عینک برخه لري.
د یادو پنځو لوبډلو په نوملړ کې د ځوانو لوبغاړو سربېره د کرېکټ د ملي لوبډلې یو شمېر مشهور لوبغاړي هم تر سترګو کیږي.
د دې سیالیو لومړۍ لوبه د بُست او امو لوبډلو ترمنځ پیل شوې او تمه ده چې هره ورځ به دوه لوبې ترسره شي.
یادې سیالۍ به د راتلونکې اګسټ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې په کابل کې دوام ولري.
د یادونې ده، تېر کال د شپږیزه کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو اتلولي امو لوبډلې ګټلې وه.