ازبکستان له طالبانو سره وروستۍ ناستې،‌ هوکړې او خبرې اترې ګټورې بللې دي

۶ ساعتونه مخکې

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف کابل ته د خپل یو ورځني سفر وروسته ویلي، چې له طالب چارواکو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې، بشری همکاریو او سیمه‌ییز اتصال په تړاو خبرې وکړې. هغه د یادې ډلې د رییس الوزرا په ګډون له نورو طالب چاروکو سره ناستې ګټورې بللې دي.

سعیدوف د جمعې په ورځ د (چنګاښ ۲۷مه)‌ پر خپله اېکس پاڼه زیاته کړې، چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د افغان ټرانس پروژې اړوند هوکړه‌لیک هم د همکاریو د دوام لپاره یو غوره ګام و. هغه زیاته کړې، چې هېواد یې له طالبانو سره اړیکو او همکارۍ ته ژمن دی.

نوموړي لیکلي: «ازبکستان چمتو دی له افغانستان سره په بنسټیزو پروژو، لوژستیک، انرژۍ او د زده‌کړو په برخه کې همکارۍ لا پیاوړې کړي. باور لرو، چې افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د پل رول لوبوي».

هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې دي، چې د پنج‌شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۶مه) په کابل کې پاکستان، ازبکستان او طالبانو د افغان ټرانس پروژې د مطالعاتو سنجولو هوکړه لاسلیک کړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم دغه هوکړه د درې واړه هېوادونو لپاره ګټوره بللې ده.

طالبان چې له نړۍوالې انزوا سره مخ دي،‌ د اړیکو لپاره ورته یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونه لکه چین، روسیه، پاکستان او یو شمېر نور اسلامي هېوادونه ورپاتې دي؛ خو له روسیې پرته هېڅ چا لا په رسمیت نه دي پېژندلي.

نور خبرونه

رادیو