د مالیزیا د سرحدنو کنټرول او ساتنې ادارې ویلي، چې هغه اووه افغانان یې نیولي چې غوښتل یې په جعلي اسنادو مالیزیا ته داخل شي. دغې ادارې زیاته کړې چې یاد کسان یې د تېرې یکشنبې او سې شنبې په ورځو کې په دوو جلا پېښو کې نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
مالیزیايي چارواکو ویلي، چې له نیول شویو کسانو سره موندل شوي ویزې جعلي وې او ښايي له ازبکستان څخه صادر شوې وې.
د مالیزیا د سرحدونو ادارې ویلي:« لومړنۍ پلټنې ښیي چې دوی له ایران څخه تښتېدلي وو او مالیزیا ته یې د وروستي منزل په توګه د ننوتو هڅه کوله.»
همدارنګه د مالیزیا د سرحدي ادارې چارواکو ویلي، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې د نیول شویو کسانو اسناد څېړلي او د کډوالو د قوانینو د سرغړونې او جعلي اسنادو د کارونې له امله یې نیول شویو کسانو ته د مالیزیا خاورې ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې.
د سرحدونو کنټرول او ساتنې ادارې په خپلې اعلامیه کې ویلي: «دغه چټک اقدام زموږ د پولو د خوندي ساتنې او د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په برخه کې د ژمنتیا څرګندونه کوي.»
تردې مهاله د مالیزیا چارواکو د نیول شویو افغانانو د هویت او د هغوی د برخلیک په اړه څه نه دي ويلي.