بلوچستان کې امنیتي سرچینو ویلي، چې د جمعې په ورځ د دغه صوبي د کلات او کوټې ښار ترمنځ د پولیسو پر موټریز کاروان د نامعلومو وسله والو برېد کې د پولیسو د مرستیال په ګډون دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
پر همدغه مهال د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ پولیسو ویلي، چې د دې ولسوالۍ د میران پولیسو پر مرکز باندې ډرون برېد شوی چې له امله یې دوه پولیس ټپیان شوي دي.
په بلوچستان او پښتونخوا د یاد برېدونو مسولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په بلوچستان کې د پولیسو پر کاروان برېد او د دوو پولیسو وژل غندلي دي.