د پاکستان پولیسو د عمران خان پرکټی او د هغه د مېرمنې بشرا بيبي زوی موسی مانیکا پر خپل خدمتګار د ډزو په تور نیولی دی. د راپورونو له مخې؛ موسی مانیکا خپل خدمتګار په کار کې د سستۍ له امله په ډزو ویشتی دی.
ډان ورځپاڼې لیکلي، چې مرمۍ د خدمتګار پر پښه لګېدلې او سخت ټپي شوی دی.
دا پېښه د پنجاب ایالت د ساهیوال ښار په پاکپتن سیمه کې شوې ده.
د ټپي خدمتګار پلار پولیسو ته عریضه کې ویلي، د عمران خان پرکټي یې ځکه پر زوی ډز کړی چې د هغه بستر یې لمس کړی و.
موسی مانیکا د بشرا بيبي او خاور فرید مانیکا زوی دی. بشرا له خاور فرید مانیکا سره تر جنجالي طلاق وروسته د پاکستان له پخواني لومړي وزیر عمران خان سره واده کړی.