ځانګړی

پاکستان کې مېشت افغان کډوال د نويو پاسپورټونو د ترلاسه کولو له ځنډني بهیر شکایت کوي

۷ ساعتونه مخکې

په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان کډوال چې پاسپورټونه یې ورک شوي، په دغه هېواد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت له‌خوا د نویو پاسپورټونو ترلاسه کولو له ځنډني بهیره شکایت کوي.

دوی وايي، چې باید لږترلږه دوه میاشتې انتظار وکړي؛ په داسې حال کې چې د اېستلو یا بندي کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

په اسلام‌اباد کې یو افغان خبریال چې نه‌غواړي نوم‌یې څرګند شي، وایي: «پشاور مور بازار ته د کار لپاره تللی وم، پولیسو مې اسناد وکتل؛ خو پاسپورټ مې نه و، ویې نیولم تر خوشې کېدو وروسته اوس له دوو میاشتو راهیسې د نوي پاسپورټ لپاره انتظار کوم. په پاکستان کې د افغانستان له سفارت مې هیله دا ده، چې دا چاره اسانه او چټکه کړي.»

طالبانو شاوخوا دوه کاله مخکې په پاکستان افغان کډوالو ته د نوي پاسپورټ د وېش چارې پیل کړې. ورپسې په ایران او ځینو نورو هېوادونو کې هم هلته د مېشتو افغانانو ته دغه خدمتونه پیل شوي دي. په اسلام‌اباد کې یو شمېر افغان کډوال د دغه سفارت له ځینو چارو خوښ دي؛ خو د ورک شوي یا نوي پاسپورټ د ترلاسه‌کېدو په برخه کې بیا له ځنډ سر ټکوي.

ورته مهال، په اسلام‌اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت سرچینې هم د نوي پاسپورټ ترلاسه‌کولو ځنډ مني؛ خو وايي چې تر بایمټریک وروسته د افغانانو غوښتنلیکونه کابل ته لېږي او هلته تر ارزونې او چاپ وروسته بېرته د پوسټ له لارې اسلام‌اباد ته استول کېږي. سرچینې په کابل کې د پاسپورټ چاپېدل د ځنډ ستر لامل بللی دی.

په همدې حال کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال بیا وايي، چې دا ځنډ دوی له خطرناکو شرایطو سره مخ کوي.

افغانان زیاتوي، هغه کسان چې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي؛ هر وخت د پاکستاني پولیسو د نیول کېدو، اېستلو یا بډې اخیستلو سره مخ وي.

پاکستان له تېرې څه مودې راهیسې د ناقانونه کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی او هره ورځ پاکستاني پولیس د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو پر کورونو چاپې وهي.

ډېری هغه کسان چې پاسپورټونه یې ورک شوي یا د پاسپورټ موده یې پای ته رسېدلې، د نوي اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د سفارت دروازې ټکوي؛ خو دوی باید میاشتې میاشتې انتظار وکړي.

نور خبرونه

رادیو