پاکستان کې د افغانانو د ویزو په اسنادو کې د جعل په تور ۲ لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه شول

۶ ساعتونه مخکې

افغانانو لپاره د پاکستان د ویزې په اسنادو کې د جعل په تړاو د څېړنو پر دوام د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت دوه چارواکي له دندو ګوښه شول.

ګوښه شوي کسان د کورنیو چارو وزارت د ویزې څانګې د منشي مرستیاله شیرین حنا اصغر او د فډرال د څېړنیزې ادارې منشي عدنان ارشد اولیک، دي.

افغانانو لپاره د ویزې جعلي اسنادو د جوړولو په تړاو تراوسه ۴ تورن کسان نیول شوي او همداراز یو مفتش او د پولیسو یو افسر د پیسو د اخیستو په تړاو نیول شوي دي.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې د پاکستان د فډرال څېړنیزې ادارې اعلان وکړ چې، په اسلام اباد ښار کې یې د ویزې د جعلي اسنادو د جوړولو په تړاو یوه پېچلې شبکه لمنځه وړې او یو شمېر کسان یې هم نیولي دي.

نور خبرونه

رادیو