د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، هغه افغان وګړي چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسېږي، له دې وروسته به د هغوی پر وړاندې هېڅ ډول نرم چلند و نه شي او باید له دغه هېواده ووځي.
نوموړي دغه څرګندونې نن یوې خبري ناستې ته وکړې، چې پکې یې له افغان کډوالو سره د حکومت د تګلارې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه هم معلومات ورکړي دي.
نقوي ټينګار وکړ چې د افغان وګړو لپاره د قانون سرغړونه د زغملو نه ده، او حکومت به هغو کسانو ته نور د پاتې کېدو قانوني تمدید ورنه کړي چې له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي.
د هغه په وینا: « د ناقانونه مېشتو افغان وګړو د پاتې کېدو مهلت به نور نه تمدیدیږي. موږ دا مسله جدي نیولې او قانون به پرته له توپیره پلي کېږي.»
نقوي د خپلو څرګندونو په دوام کې یادونه وکړه، چې ایران په تېرو دوو اونیو کې شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ناقانونه مېشت افغان کډوالله خپلې خاورې وایستل، او پاکستان هم له ورته اقدامه شاته نه پاتېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغان کډوالو د موضوع ترڅنګ، له طالبانو سره په لوړه کچه رسمي دیپلوماتیکې خبرې اترې روانې دي، او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو دوام ته ژمن دی.
د هغه په وینا، پاکستان هڅه کوي چې د سرحدي چارو، امنیتي ستونزو او کډوالو وضعیت ته له ګڼو لارو چارو او خبرو اترو له لارې حل پیدا کړي.
په پاکستان کې دا مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱.۷میلیونه ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي، خو د ناپېژندل شوو ناقانونه افغانانو شمېر له دې هم ډېر اټکل شوی دی. په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان حکومت د یو لړ اقداماتو له لارې زرګونه افغان کډوال افغانستان ته په جبري ډول وشړل، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.
خو له دې سره، ګڼ بشري سازمانونود پاکستان له حکومته غوښتي چې له افغان کډوالو سره دې انساني چلند وشي او د زور اېستنې پر ځای هغوی ته د بېرته ستنېدو لپاره مناسبه موده او اسانتیاوې ورکړل شي.
نقوي دا هم څرګنده کړه، چې پاکستان هڅه کوي له طالبانو سره اړیکې مثبتې وساتي، خو د ناقانونه تګ راتګ، ترهګریزو پېښو او د پولې د ناقانونه تېرېدو موضوعات د بحث مهم ټکي دي.
هغه زیاته کړه: «موږ د طالب چارواکو سره تماس لرو، خو له نړیوالو اصولو سرغړونه نه زغمو.»
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم څو ځله ویلی و چې افغانستان باید د خپلو وکړو د بېرته ستنېدو لپاره عملي همکاري وکړي، خو طالب چارواکو بیا ټینګار کړی چې د افغانانو ایستل باید د بشردوستانه اصولو پر بنسټ وشي.