د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د شپږيزې کرېکټ لیګ لسم پړاو سيالۍ سبا شنبه د پنځو لوبډلو ترمنځ پيليږي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخي، په لومړۍ ورځ به د تېرو سیالیو اتله امونهنګان لوبډله د بست ساتونکو او مس عینک اتلان به د سپين غر پړانګانو پر وړاندي ولوبيږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) خبر ورکړ، چې په دې سياليو کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي هم ولوبيږي.
سپین غر پړانګان به د راشدخان، بند امیر ښارامان د حشمت شهیدي، مېس عینک د رحمن الله ګربز، بست ساتونکي د ابراهیم ځدراڼ او د امو نهنګان به د عظمت عمرزی په لوبډلمشرۍ سیالۍ تر سره کړي.