عراق ته تللي ۴۰زره پاکستانیان؛ ځینو یې هلته سوالګرۍ ته مخه کړې او ځینې نور اروپا ته تللي

۷ ساعتونه مخکې

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې عراق ته د زیارت په موخه د تللو ۴۰زره وګړو په تړاو یې حکومت لا هم معلومات نه‌لري او له دې ډلې ځینو یې هلته سوالګري پیل کړې ده.

راپورونه وایي، د زیارت په نامه د دغو پاکستانیانو له ډلې ځینې یې اروپا ته تللي او ځینو یې په عراق کې ناقانونه کارونه پیل کړي.

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې په یو مکتوب کې ویل شوي، چې د عراق په بغداد ښار کې ۶۶ پاکستانۍ ښځې او ماشومان د سوالګرۍ په تور نیول شوي دي. دغه کسان د پاکستان د پنجاب او سند ایالتونو اوسېدونکي دي.

نور خبرونه

رادیو