په اسلاماباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره له پاکستانه د بشري چلند غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې باید په دې اړه د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې اترې له سره پیل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي په وینا؛ دوی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رغنده خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي، د دغه خبرو په پایله کې کېدای شي چې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.
دغې ادارې دارنګه د افغان کډوالو د کوربهتوب په برخه کې د پاکستان ستاینه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې لاهم افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
پاکستاني پولیس وخت ناوخت د افغانانو کورونو ته ورځي او د اسنادو پوښتنه یې کوي.
په اسلاماباد کې د جې اې سي «JAC» په نوم د کډوالو ملاتړې یوې ادارې دوهخ ورځې وړاندې هم ادعا کړې وه، چې د پاکستان په پلازمېنې اسلاماباد کې پرون نیول شوي ۱۵۰ کسان چې د «پي او ار» کارتونه یې لرل؛ د تورخم له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شول.